د کندهار ولایت په ارغنداب او میوند ولسوالیو کې د تندر لګېدو او سختو توپانونو له امله درې تنه، چې یوه اته کلنه انجلۍ هم پکښې شامله ده، مړه سوي دي.
په کندهار ولايت کې د طالبانو د پولیسو قوماندانۍ د دې پېښې په تایید سره ویلي چې د تندر لګېدو پېښه د چهارشنبې په ورځ، د ثور په ۳۰مه، د میوند ولسوالۍ ته نږدې رامنځته سوې ده؛ خو د قربانیانو د هویت په اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.
په همدې حال کې، له پرون راهیسې د هېواد ډېری ولایتونه، په ځانګړي ډول سویلي ولایتونه لکه کندهار، ارزګان او هلمند، د سختو بارانونو، توپانونو او تندرونو شاهدان دي، چې د دغو سیمو اوسېدونکو او د کندهار د یو شمېر ولسوالیو لپاره یې پراخې ستونزې رامنځته کړې دي.
سیمهییزو سرچینو همداراز ویلي چې د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د سخت باد له امله یوه لمریزه تخته پر یوې اته کلنې انجلۍ لوېدلې او د هغې د مړینې لامل سوې ده.
د سرچینو په وینا، وروستیو توپانونو او بارانونو تر ټولو ډېر مالي زیانونه په ارزګان او هلمند ولایتونو کې اړولي دي.
سرچینو زیاته کړې چې دغه بارانونه او توپانونه په هلمند ولایت کې د کجکي بند د اوبو د رااوښتو لامل هم سوي دي.




