طالبان د کډوالو لپاره د ملا هبت‌الله په نوم ښارګوټی جوړوي

د طالبانو د ښار جوړونې او کور جوړولو وزارت اعلان کړی چې په ننګرهار ولایت کې د کډوالو لپاره د ځانګړي ښارګوټي د څلورو پړاوونو تفصیلي طرحې یې د «ملا هبت‌الله» په نوم تایید او لاسلیک کړې دي.
طالبان د کډوالو لپاره د ملا هبت‌الله په نوم ښارګوټی جوړوي

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د طالبانو د ښار جوړونې او کور جوړولو وزارت اعلان کړی چې په ننګرهار ولایت کې د کډوالو لپاره د ځانګړي ښارګوټي د څلورو پړاوونو تفصیلي طرحې یې د «ملا هبت‌الله» په نوم تایید او لاسلیک کړې دي.

د دې وزارت په وینا، دا ښارګوټی د ننګرهار په رودات ولسوالۍ کې جوړېږي او د ۲۵ زرو څخه زیاتو کډوالو کورنیو لپاره د استوګنې نمرې په کې په پام کې نیول سوي دي.

د رسمي معلوماتو له مخې، په مجموعي ډول په دې ښارګوټي کې د ۲۵ زره او ۹۸۱ استوګنې نمرې د کډوالو د مېشتېدو لپاره ځانګړې سوي او د وېش بهیر یې هم پیل سوی یا روان دی.

د طالبانو چارواکي وایي چې دا نمرې به په شفاف او عادلانه ډول د راستنېدونکو کډوالو کورنیو ترمنځ ووېشل سي. نجیب‌الله حیات حقاني ، د طالبانو د ښار جوړونې او کور جوړولو وزیر ویلي چې د دې طرحو له نهایي کېدو سره به د کډوالو لپاره د ځمکو د وېش بهیر چټک سي.

د دې ډلې د ښار جوړونې او کور جوړولو وزارت همداراز ټینګار کړی چې د دې ښارګوټي په ډیزاین کې د ښار جوړونې معیارونه، د اوسېدونکو اړتیاوې او راتلونکي پراختیایي پلانونه په پام کې نیول سوي دي. د دې طرحې له مخې د بېلابېلو برخو لپاره لکه سړکونه، مسجدونه، ښوونځي، روغتیایي مرکزونه، شنې ساحې، د اوبو رسولو شبکې او نور خدماتي تأسیساتو لپاره هم ځانګړې ځمکه ټاکل سوې ده.

په همدې حال کې، د طالبانو د عدلیې وزارت د دوشنبې په ورځ د کډوالو د ځانګړو استوګنیزو نمراتو اخیستل او پلورل منع اعلان کړي دي.

دا ښارګوټی داسې مهال د طالبانو د مشر ، ملا هبت‌الله اخندزاده په نوم نومول سوی چې تر دې وړاندې هم دې ډلې د پخواني حکومت د یو شمېر مشرانو نومونه له سړکونو، عامه ځایونو او دولتي تأسیساتو څخه لیرې یا بدل کړي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x