په کابل کې یو ځوان د بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ له امله ځان ته اور واچاوه

د کابل پوهنتون د انجینرۍ پوهنځي یوه فارغ ځوان ، د بې‌کارۍ او اقتصادي ستونزو پر وړاندې د اعتراض په توګه ځان ته اور اچولی دی.
نشست کمیته نظم شهری و امنیتی طالبان در کابل برگزار شد

د کابل پوهنتون د انجینرۍ پوهنځي یوه فارغ ځوان ، د بې‌کارۍ او اقتصادي ستونزو پر وړاندې د اعتراض په توګه ځان ته اور اچولی دی.

دا پېښه د سه‌شنبې په ورځ، د ثور په ۲۹مه، د کابل ښار په یوه عمومي سړک کې رامنځته سوې ده. د سرچینو په وینا، دغه ځوان د بې‌کارۍ او سخت اقتصادي وضعیت له امله دې اقدام ته اړ سوی دی.

عیني شاهدانو ویلي چې د سیمې اوسېدونکو پر وخت مرسته کړې او توانېدلي چې نوموړی له مرګه وژغوري.

سرچینې همداراز ټینګار کوي چې په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې اقتصادي بحران زیات سوی او د بې‌کارۍ کچه، په ځانګړي ډول د ځوانانو او د پوهنتونونو د فارغانو ترمنځ، په څرګند ډول لوړه سوې ده.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x