شیعه‌ګانو ته د طالبانو خبرداری : د مغرب او عشاء لمونځونه یو ځای مه ادا کوئ

د سیمه‌ییزو سرچینو په وینا، د غزني ولایت په نوآباد ښارګوټي کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مامورینو شیعه لمونځ کوونکو ته خبرداری ورکړی چې د ماښام او ماخوستن لمونځونه باید جلا جلا او د اهل سنتو د فقهې په طریقې سره ادا کړي.

د راپورونو له مخې، طالبانو دا طریقه په دین کې بدعت بللې او ټینګار یې کړی چې د ماښام او ماخوستن لمونځ باید په جلا وختونو کې ادا سي. سرچینې وایي که دا دوه لمونځونه بیا یوځای ادا سي، مسؤولينو خبرداری ورکړی چی ښایي مسجد وتړل سي او ځینې کسان ونیول سي.

له بلې خوا، د مسجد ملا امام ویلي چې د ماښام او ماخوستن لمونځ یوځای ادا کول د شیعه فقهې له مخې منل سوی حکم دی او د هغه د بدلون واک له ده سره نه سته، بلکې په دې ډول فقهې مسایلو کې باید شیعه علماوو ته مراجعه وسي.

د سیمې د اوسېدونکو په وینا، دا توضیحات د طالبانو د مامورانو له لوري نه دي منل سوي او هغوی پر خپل دریځ ټینګ پاتې سوي دي. د غزني د نوآباد شیعه لمونځ کوونکي دا اقدام د خپلو دیني مناسکو په ترسره کولو کې یو ډول محدودیت او د خپلو مذهبي باورونو په چارو کې لاسوهنه بولي.

دغه اوسېدونکي همداراز اندېښنه څرګندوي چې دا ډول فشارونه ښایي له ټولنیزو مسایلو پورته سي او د مذهبي آزادۍ په برخه کې لا زیات محدودیتونه رامنځته کړي.

تر اوسه د غزني سیمه‌ییزو طالبانو په دې اړه رسمي غبرګون نه دی څرګند کړی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x