په پنجشیر ولایت کې سیمهییزې سرچینې وایي چې تېر ماښام یو ۱۰ کلن ماشوم د پنجشیر په سیند کې ډوب سوی او وروسته نادرکه سوی دی.
د سرچینو په وینا، دا پېښه د رخې ولسوالۍ د «آبداوه» په سیمه کې رامنځته سوې او تر اوسه د دې ماشوم جسد له اوبو نه دی راایستل سوی. دوی زیاتوي چې د سیمې د اوسېدونکو د هڅو سره سره د اوبو د سطحې لوړېدو د لټون بهیر ستونزمن کړی دی.
په پنجشیر ولایت کې د طالبانو سیمهییزو مسوولینو دا پېښه تایید کړې او ویلي یې دي چې اړوند ځواکونه او ادارې د ماشوم د جسد د موندلو لپاره سیمې ته لېږل سوي دي.
سمیعالله صاحبزاده ، په رخې ولسوالۍ کې د طالبانو ولسوال ، له خلکو او سیلانیانو غوښتي چې د سیندونو او اوبو جریانونو ته له نږدې کېدو ډډه وکړي.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې تېر اوونۍ هم یو ۱۸ کلن ځوان د پنجشیر په سیند کې د لامبو پر مهال ډوب سوی او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی وو.
د تودوخې د زیاتېدو سره، د اوړي په موسم کې د پنجشیر د سیند د اوبو سطحه هر کال لوړېږي او کله ناکله د اوسېدونکو او سیلانیانو لپاره د داسې مرګونو پېښو سبب ګرځي.




