د نامعلومو وسله‌والو له لوري په کندهار او نورستان کې د دوو کسانو وژل کېدل

په نورستان او کندهار ولایتونو کې سیمه‌ییزو طالب چارواکو د دوو جلا وژنو د پېښو خبر ورکړی دی.
د نامعلومو وسله‌والو له لوري په کندهار او نورستان کې د دوو کسانو وژل کېدل

په نورستان او کندهار ولایتونو کې سیمه‌ییزو طالب چارواکو د دوو جلا وژنو د پېښو خبر ورکړی دی.

په نورستان ولايت کې د طالبانو امنيه قومندانۍ ویلي چې د دې ولایت په مرکز پارون ښار کې یو سړی چې محمدګل نومېده، ۲۹ د ثور د سه‌شنبې د ورځې په سهار وژل سوی دی. د طالبانو په وینا، د دې پېښې په تړاو یو کس نیول سوی او د پېښې څېړنې لا هم روانې دي.

په ورته وخت کې، په کندهار ولایت کې د طالبانو امنیه قومندانۍ ویلي چې تېر ماښام د دې ولایت په ډنډ ولسوالۍ کې یو قومي مشر د نامعلومو وسله‌والو د ډزو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

طالبانو زیاته کړې چې د دې برید د عاملینو د پېژندلو او نیولو هڅې روانې دي.

په وروستیو کلونو کې او د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته، د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د وژنو او وسله‌والو بریدونو د پېښو د زیاتېدو په اړه راپورونه خپاره سوي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x