د پنجشېر ولایت د آبشار ولسوالۍ اوسېدونکي وایي چې طالبانو د پسرلي په موسم کې څړځایونو او درېو ته د څارويو د ننوتلو مخه نیولې ده؛ هغه اقدام چې د دوی په وینا، د خلکو مالداري او کرنه یې له ستونزو سره مخ کړې ده.
د هغوی په وینا، هېڅوک له نظامي پوستو سره له همغږۍ پرته درېو او څړځایونو ته د تګ اجازه نه لري او که داسې وکړي، د ځواکونو له چلند سره مخ کېږي.
د سیمې اوسېدونکي وایي، د دغو محدودیتونو له امله یو شمېر کورنۍ اړې سوې چې خپل څاروي وپلوري، ځکه په دې سیمه کې له مالدارۍ پرته ژوند ورته ستونزمن سوی دی.
دوی همداراز ادعا کوي چې د قول سنګيخان په استوګنیزه سیمه کې له اوږدې مودې راهیسې د کرنې اجازه نه ورکول کېږي او ځینو درېو او کرنیزو ځمکو ته لاسرسی هم لا هم محدود دی.
د سیمهییزو سرچینو په وینا، آبشار ولسوالۍ شاوخوا ۳۰ زره اوسېدونکي لري او ډېری خلک یې پر کرنې او مالدارۍ متکي دي.
د سیمې اوسېدونکي ټینګار کوي چې دغو محدودیتونو پر کورنیو اقتصادي فشارونه زیات کړي او د هغوی ورځنی ژوند یې ستونزمن کړی دی.
په پای کې، هغوی له طالبانو غوښتي چې په دغو پرېکړو کې بیاکتنه وکړي او خلکو ته اجازه ورکړي چې خپلو عادي کرنیزو او مالدارۍ چارو ته دوام ورکړي.




