د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د طالبانو سترې محکمې د یکشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ترسره سویو څېړنو پر مهال د هېواد په ولایتونو کې د ذوالحجې میاشتې د هلال هیڅ باوري لیدنه نه ده ثبت سوې، نو ځکه نن یکشنبه د ذوالقعدې دېرشمه ورځ حسابېږي او سبا دوشنبه د ثور ۲۸مه د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د ذوالحجې الحرام لومړۍ ورځ ده.
د طالبانو سترې محکمې زیاته کړې چې د همدې حساب له مخې به د عرفې ورځ د ذوالحجې په نهمه او لوی اختر به د راتلونکې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ، چې د جوزا له شپږمې سره برابره ده، ولمانځل سي.
سترې محکمې له هېوادوالو غوښتي چې د ذوالحجې میاشتې او لوی اختر اړوند دیني مراسم او عبادتونه د اعلان سوې نېټې له مخې ترسره کړي.
لوی اختر د اسلامي نړۍ له سترو اخترونو څخه دی چې هر کال د ذوالحجې میاشتې په لسمه نېټه د اختر د لمانځه، قربانۍ او اړمنو خلکو سره د مرستې په ترسره کولو سره لمانځل کېږي او هممهاله په سعودي عربستان کې د حج مراسم هم ترسره کېږي.




