سیمه ایزو سرچینو رسنیو ته ویلي چې ناپېژاندو وسلهوالو د پنجشنبې شپې د شبرغان ښار په یوه کور کې پر یوې کورنۍ برید کړی او یوه ښځه او د هغې درې لوڼې یې وژلې دي.
د سرچینو په وینا، دا پېښه د شبرغان ښار د بندر سرپل په سیمه کې رامنځته سوې ده. بریدګرو کور ته له ننوتلو وروسته د کورنۍ غړي په ډزو ویشتي دي.
سرچینو زیاته کړې چې د دې کورنۍ درې زامن هم په برید کې ټپیان سوي او روغتیايي وضعیت یې نازک بلل سوی دی. د سرچینو په خبره، یو ټپي ماشوم بلخ ولایت ته د لېږد پر مهال ساه ورکړې ده.
د قربانیانو د خپلوانو د معلوماتو له مخې، د کورنۍ پلار یو بېوزله کس وو چې د تېلو په یوه ټانک کې یې کار کاوه او شپې به یې هم هلته تېرولې.
د قربانیانو کورنۍ او یو شمېر سیمه ایزې سرچینې ادعا کوي چې د دې برید عاملان له طالبانو سره تړاو لري.
همدارنګه د سیمې ځینې اوسېدونکي د «افغانتپه» په سیمه کې د طالبانو یو سیمه ایز قوماندان د ورته پېښو او جنایتونو مسؤل بولي.
طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.




