سیمهییزو سرچینو ویلي چې د حبیبه صالحي په نوم یوه ځوانه ښځه د طالبانو د استخباراتو له لوري په هرات ولایت کې نیول سوې ده. د سرچینو په وینا، هغې مخکې د خبریالۍ په برخه کې هم فعالیت درلود.
د سرچینو د راپور له مخې، حبیبه صالحی تېره اوونۍ له ترکیې څخه هرات ته د خپلې کورنۍ د لیدو لپاره راغلې وه او د چهارشنبې په ورځ د ښار په لومړۍ پوستې سیمه کې ونیول سوه.
سرچینې وايي چې د هغې د نیول کېدو لامل تر اوسه نه دی روښانه سوی.
د راپورونو له مخې، اغلې صالحي له نیول کېدو وروسته نامعلوم ځای ته لېږدول سوې او تر اوسه د هغې د وضعیت او برخلیک په اړه هېڅ معلومات نسته.
طالبانو تر اوسه په دې اړه کوم رسمي څرګندونه نه ده کړې.




