ملګري ملتونه د افغانستان د ښاري ستونزو په اړه غونډه جوړوي

د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام اعلان کړی چې راتلونکې اوونۍ به د باکو ښار په نړیوال ښاري فورم کې کارپوهان د افغانستان د غیررسمي مېشتځایونو د وضعیت په ګډون، د جدي ښاري ستونزو په اړه خبرې وکړي.
ملګري ملتونه د افغانستان د ښاري ستونزو په اړه غونډه جوړوي

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام اعلان کړی چې راتلونکې اوونۍ به د باکو ښار په نړیوال ښاري فورم کې کارپوهان د افغانستان د غیررسمي مېشتځایونو د وضعیت په ګډون، د جدي ښاري ستونزو په اړه خبرې وکړي.

دغه بنسټ د چهارشنبې په ماښام د غويي ۲۳مه، په اېکس ټولنیزه شبکه کې په خپاره کړي پیغام کې خبرداری ورکړی چې د غیررسمي مېشتځایونو وضعیت ته نه پاملرنه نور د منلو وړ نه ده او په دغو سیمو کې د ژوند د شرایطو د ښه‌والي لپاره اقدام باید و نه ځنډول سي.

د دغه بنسټ د معلوماتو له مخې، په کابل کې له هرو پنځو کسانو څخه نږدې څلور تنه په غیررسمي مېشتځایونو کې ژوند کوي؛ هغه سیمې چې د بنسټیزو خدمتونو له کمښت، د څښاک اوبو، برېښنا، فاضله اوبو سیستم او روغتیايي اسانتیاوو ته له محدود لاسرسي سره مخ دي.

ملګرو ملتونو تر دې وړاندې هم ویلي وو چې کابل، د هغه ښار په توګه چې د افغانستان له ۴۰ سلنې زیات ښاري نفوس پکې ژوند کوي، د غیررسمي مېشتځایونو له پراخې ودې سره مخ دی او د دې ښار ډېری اوسېدونکي لومړنیو خدمتونو ته له لاسرسي پرته او د ښاري نقشې له چوکاټه بهر ژوند کوي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x