د خصوصي بانکونو پېرېدونکي د نغدو پيسو له محدوديته شکایت کوي

په کابل ښار کې د خصوصي بانکونو يو شمېر پېرېدونکي وايي چي په دغو بانکونو کي د نغدو پيسو د اخيستلو کچه تر ۲۰ زره افغانيو محدوده سوې او مراجعين د همدې اندازې پيسو د ترلاسه کولو لپاره هم اړ دي څو ساعته انتظار وباسي.
د خصوصي بانکونو پېرېدونکي د نغدو پيسو له محدوديته شکایت کوي

په کابل ښار کې د خصوصي بانکونو يو شمېر پېرېدونکي وايي چي په دغو بانکونو کي د نغدو پيسو د اخيستلو کچه تر ۲۰ زره افغانيو محدوده سوې او مراجعين د همدې اندازې پيسو د ترلاسه کولو لپاره هم اړ دي څو ساعته انتظار وباسي.

د دوی په وينا، ځيني بانکونه له بهر هېوادونو څخه د لېږل سویو حوالو له بشپړ ورکولو هم ډډه کوي.

د کابل درې تنو اوسېدونکو د سې شنبې په ورځ، د ثور په ۲۲مه نېټه، وويل چي بانکونه د پيسو پر اخيستلو د محدوديت تر لګولو سربېره، د پېرېدونکو د شمېر د زياتېدو پر مهال د «سيستم د ستونزې» په اعلانولو سره مراجعينو ته له خدمتونو پرته رخصتي ورکوي.

د عزيزي بانک يوه پېرېدونکي وويل چي له بهر هېواد څخه ورته پيسې حواله سوي وې، خو بانک يوازې ۲۰ زره افغانۍ ورکړې دي.

د هغه په وينا، دغه پيسې د اختر د قربانۍ د اخيستلو او د خپلې کورنۍ د لګښتونو د برابرولو لپاره ورلېږل سوي وې، خو ورکړل سوې اندازه د اختر د اړتياوو د پوره کولو لپاره بسنه نه کوي.

د کابل خصوصي بانکونو او همدارنګه د افغانستان مرکزي بانک تر اوسه د دغو محدوديتونو د لامل په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي. خو د نغدو پيسو د کمښت او د پيسو پر اخيستلو د محدوديت په اړه شکایتونه تر دې مخکې هم مطرح سوي وو.

ځينو بانکونو پخوا هم د نغدو زېرمو د تنظيم او د پېرېدونکو د اړتياوو د پوره کولو لپاره د ورځني اخيستلو ځانګړې کچه ټاکلې وه.

د يوه خصوصي بانک يوه کارکوونکي، چي نه يې غوښتل نوم يې خپور سي، وويل چي له بهر هېواد څخه حواله سوي پيسې سمدستي د ورکړې وړ نغدو پيسو ته نه اوړي او بانکونه بايد د هغو د تصفيې او مالي تنظيم پړاوونه بشپړ کړي.

هغه ټينګار وکړ چي دغه ستونزې لنډمهالې دي او ژر به حل سي.

په افغانستان کي بانکي نظام د پخواني حکومت تر سقوط او د ۱۴۰۰ کال په اسد مياشت کي د طالبانو تر بيا واکمنېدو وروسته، له پراخو مالي بحرانونو او سختو محدوديتونو سره مخ سوی دی.

په بهر کي د افغانستان د بهرنيو شتمنيو کنګل کېدل، د بهرنيو مرستو د پام وړ کمښت او له نړيوال مالي نظام سره د هېواد د بانکونو د اړيکو پرې کېدل، د نغدو پيسو د بحران او نغدو پيسو ته د خلکو د لاسرسي د محدودېدو مهم لاملونه بلل کېږي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x