د وسلوالو غلاوو زیاتوالی؛ وسله‌والو په دشت برچي کې له یوې کورنۍ څخه طلا او نور توکي غلا کړي

په کابل ولایت کې ولسي سرچینې وايي چې تېر ماښام وسله‌والو کسانو د کابل په لوېدیځ د دشت برچي سیمې په یوه کوڅه کې یو کور ته په ننوتلو سره د سرو زرو او قیمتي توکو یوه اندازه غلا کړې ده.
شکایت رانندگان از افزایش توقفگاه‌های غیر رسمی طالبان

په کابل ولایت کې ولسي سرچینې وايي چې تېر ماښام وسله‌والو کسانو د کابل په لوېدیځ د دشت برچي سیمې په یوه کوڅه کې یو کور ته په ننوتلو سره د سرو زرو او قیمتي توکو یوه اندازه غلا کړې ده.

دغه سرچینې د سه‌شنبې په ورځ، د ثور په ۲۲مه، ویلي چې څو شپې مخکې هم څلور ناپېژندل سوي وسله‌وال د دشت برچي د هاشمي دواخانې په کوڅې کې د یوه دوکاندار کور ته ننوتي وو او د دې پېښې پر مهال یې یو سړی او یوه ښځه سخت ټپیان کړي وو.

د سرچینو په وینا، د تېرې شپې د غلا له پېښې وروسته د سیمې اوسېدونکو له طالبانو سره اړیکه نیولې، خو د دې پر ځای چې ځواکونه واستول سي یا د پېښې د تعقیب لپاره همغږي وسي، له زنګ وهونکي څخه د غلا سویو توکو د جزیاتو پوښتنه سوې ده.

یوې سرچینې ویلي چې طالبانو له هغه څخه د غلا سویو سرو زرو او نورو توکو د اندازې په اړه پوښتنې کړې دي.

په همدې حال کې راپورونه ښايي چې په وروستیو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د وسله‌والو غلاوو، انسان‌تښتونو او وژنو پېښې زیاتې سوې دي، چې دغه وضعیت د خلکو اندېښنه د امنیتي وضعیت په اړه لا پسې زیاتوي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x