د معمار خبري اژانس د راپور له مخي؛ ملګرو ملتونو اعلان کړی دی چي په افغانستان کي له ۱۳.۸ ميليونو څخه زيات کسان له سختې خوراکي نا امنۍ سره مخ دي او په دې هېواد کي د لوږي بحران لا هم د پراخېدو په حال کې دی.
دې بنسټ د سېشنبې په ورځ، د ثور په ۲۲مه، په يوه راپور کي ويلي دي چي نژدې پنځه ميليونه ماشومان او امېندواري يا شيدې ورکونکې مېرمني په افغانستان کي له خوارځواکۍ څخه ځورېږي.
د دې راپور له مخي، ښځو او ماشومانو په افغانستان کي د خوړو د بحران او لوږي تر ټولو زيات زيان ليدلی دی.
د ملګرو ملتونو په راپور کي راغلي دي: «افغانستان له هممهالو بحرانونو سره مخ دی؛ لکه اقتصادي نړېدنه، د کاري فرصتونو له منځه تلل، او اقليمي بدلونونه چي له زياتېدونکو سيمهييزو کړکېچونو سره يو ځای سوي او د بيو د لوړېدو او د خوراکي ناامنۍ د خرابېدو لامل ګرځېدلي دي.»
د خوړو نړيوال پروګرام (WFP) هم خبرداری ورکړی دی چي دغو څو اړخيزو فشارونو هغه ځانګړي خوراکي زېرمې راکمي کړي دي چي د ښځو او ماشومانو د خوارځواکۍ د درملني لپاره کارول کيږي.
جان آیلیف ، په افغانستان کي د خوړو د نړيوال پروګرام مسوول ويلي دي چي د هېواد په بېلابېلو برخو کي د ميليونونو ښځو او ماشومانو لپاره خوراکي مرستي او د خوړو بستې د ژوند ژغورني کرښه بلل کيږي.
ملګرو ملتونو تر دې وړاندې هم اعلان کړی وو چي په افغانستان کي به د روان ميلادي کال پر مهال شاوخوا ۲۲ ميليونه کسان بشري مرستو ته اړتيا ولري.




