په افغانستان کې د مخابراتي خدماتو د تنظیم ادارې (اترا) سرچینې وايي چې طالبانو دغې ادارې ته امر کړی چې په کابل کې د فایبر نوري او وای فای انټرنټ خدمات د اوسېدونکو لپاره محدود یا بند کړي.
د دغو سرچینو په وینا، دا پرېکړه د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د نوي وزیر ملا عبدالاحد فضلي په امر سوې ده.
سرچینو د دوشنبې په ورځ، د ثور په ۲۱مه، ویلي چې د اترا ادارې مسوولانو دا موضوع له مخابراتي شرکتونو سره په یوه غونډه کې شریکه کړې ده.
د ځینو مخابراتي شرکتونو مسوولانو هم تایید کړې چې په دې غونډه کې ورته د کابل په استوګنیزو سیمو کې د خلکو د چټک انټرنټ ته د لاسرسي د محدودولو له پلان خبر ورکړل سوی دی.
سرچینې زیاتوي چې په دې غونډه کې ټینګار سوی چې د کاروونکو لاسرسی به په ځانګړي ډول د فایبر نوري او کورني وای فای خدماتو ته له جدي محدودیتونو سره مخ سي.
په همدې حال کې، د مخابراتي شرکتونو ځینې مسوولان خبرداری ورکوي چې د دې پرېکړې عملي کېدل به نه یوازې خلک له چټک انټرنټ څخه بېبرخې کړي، بلکې شرکتونو ته به درانه مالي زیانونه واړوي او ښايي د سلګونو کارکوونکو د دندو د له لاسه ورکولو سبب سي.
په افغانستان کې د انټرنټ د محدودولو موضوع تر دې مخکې هم مطرح سوې وه. د اترا ادارې تېر کال هم مخابراتي شرکتونو ته د فایبر نوري خدماتو د بندېدو په اړه خبرداری ورکړی وو، چې په هغه وخت کې یې د بازار، سوداګرۍ او انلاین خدماتو په برخه کې پراخ ګډوډي رامنځته کړ.




