په تبعید کې د “نې” سازمان د طالبانو له بنده د خبریالانو د سمدستي آزادۍ غوښتنه وکړه

د افغانستان د خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ «نې په تبعید کې» په یوه اعلامیه کې ویلي چې د خبریالانو نیول د طالبانو د ورځني کار یوه برخه ګرځېدلې او له دې حقیقت څخه باید سترګې پټې نه سي.
په تبعید کې د “نې” سازمان د طالبانو له بنده د خبریالانو د سمدستي آزادۍ غوښتنه وکړه

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د افغانستان د خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ «نې په تبعید کې» په یوه اعلامیه کې د طالبانو له لوري د څو خبریالانو د وروستي نیول کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له ملګرو ملتونو او اروپایي ټولنې یې غوښتي چې د هغوی د سمدستي آزادۍ لپاره اقدام وکړي.

په دې اعلامیه کې راغلي چې منصور نیازی او عمران دانش، د طلوع‌نیوز شبکې خبریالان، او همداراز جاوید نیازی، د پیگرد خبري آژانس مسوول، په وروستیو کې د طالبانو له لوري نیول سوي دي. دې بنسټ له ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر او په افغانستان کې له اروپایي ټولنې غوښتنه کړې چې له طالب چارواکو سره خبرې وکړي او د دغو کسانو د سمدستي او بې‌قید و شرطه آزادېدو زمینه برابره کړي.

د «نې په تبعید کې» سازمان د خبریالانو نیول د طالبانو د واکمنۍ په دوره کې د یوه تکراري بهیر برخه بللې او ادعا یې کړې چې په تېرو شاوخوا پنځو کلونو کې نږدې ۴۰۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي نیول سوي، چې له ډلې یې لږ تر لږه شپږ تنه لا هم په زندان کې دي.

دې بنسټ همداراز ویلي چې په افغانستان کې په اوسط ډول هره دوې اوونۍ لږ تر لږه درې خبریالان یا د رسنیو کارکوونکي نیول کېږي.

په همدې حال کې، تر اوسه د طالبانو مسوولانو د دغو خبریالانو د نیول کېدو او لګېدلو تورونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

تر دې مخکې سرچینو راپور ورکړی و چې منصور نیازی د ثور په ۱۷مه د کابل له کارته چهار سیمې نیول سوی او نامعلوم ځای ته انتقال سوی دی. د طلوع‌نیوز شبکې هم د خپلو دوو خبریالانو نیول تایید کړي دي.
د «بې‌پولې خبریالانو» د ۲۰۲۶ کال د مطبوعاتو د آزادۍ نړیوال شاخص له مخې، افغانستان د ۱۸۰ هېوادونو په منځ کې په ۱۷۵م مقام کې دی او په تېرو پنځو کلونو کې یې ۵۳ درجې سقوط کړی دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x