د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ـ اوچا اعلان کړی چې په بلخ او جوزجان ولایتونو کې له ۲۷ زرو ډېرو کسانو ته بېړنۍ او ژغورونکې مرستې برابرې سوې دي.
اوچا د دوشنبې په ورځ، د ثور په ۲۱مه، په یوه پیغام کې ویلي چې په دغو مرستو کې د څښاک اوبه، روغتیايي خدمتونه او روغتیايي اسانتیاوو ته لاسرسی شامل دی.
دې ادارې له هغو هېوادونو چې افغانستان سره یې بشري مرستې کړې، مننه کړې ده.
د اوچا د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې به په افغانستان کې شاوخوا ۲۲ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړ وي.
دې سازمان زیاته کړې چې په هېواد کې نږدې ۱۷ میلیونه کسان بېړنیو او ژغورونکو مرستو ته اړتیا لري.
اوچا ټینګار کړی چې په بېلابېلو ولایتونو کې وروستیو بارانونو او سېلابونو د بشري اړتیاوو کچه لوړه کړې ده.
د دې ادارې په وینا، په افغانستان کې وروستیو سېلابونو له ۷۲ زره ډېر کسان اغېزمن کړي دي.




