په کونړ ولايت کې د یوه ماشوم بې‌سره جسد موندل سوی

په کونړ ولایت کې سيمه‌ایزې سرچینې د یوه ماشوم د جسد د موندلو خبر ورکوي، چې د هغوی په وینا سر یې له بدن څخه جلا سوی وو.
په کونړ ولايت کې د یوه ماشوم بې‌سره جسد موندل سوی

په کونړ ولایت کې سيمه‌ایزې سرچینې د یوه ماشوم د جسد د موندلو خبر ورکوي، چې د هغوی په وینا سر یې له بدن څخه جلا سوی وو.

سرچینو د یکشنبې په ورځ، د ثور په ۲۰مه، ویلي چې دغه ماشوم له دې وړاندې ورک سوی وو او وروسته یې جسد د کنړ ولایت په مرکز د نوآباد په سیمه کې موندل سوی دی.

د دغو سرچینو په وینا، تر اوسه د دې پېښې د څرنګوالي په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل سوي.

دا پېښه په داسې حال کې راپور کېږي چې په وروستیو ورځو کې په څو ولایتونو کې د ماشومانو د ورکېدو پېښې زیاتې سوې دي.

تېره اوونۍ هم په تخار ولایت کې د دوو ماشومانو د ورکېدو راپورونه خپاره سوي وو.

همدارنګه په کابل کې یو ځوان له مکتب څخه له ورکېدو وروسته څو ورځې وروسته یې جسد د هودخېلو په سیمه کې وموندل سوو، چې ویل کېږي په تاوتریخوالي سره وژل سوی وو.

د دې تر څنګ سرچینو په کابل ښار کې د یو سپین‌ږیري سړي په دې وروستیو ورځو کې د ورکېدو خبر هم ورکړی دی.

تر اوسه د طالبانو چارواکو د دغو پېښو په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی څرګند کړی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x