په بدخشان کي د کانونو او د کروندو د ويجاړېدو پر سر د کړکېچونو زیاتوالی

په بدخشان ولايت کې د شکۍ ولسوالۍ سيمه ايزې سرچينې وايي چي د سرو زرو د کان د ايستلو د څرنګوالي او د کوکنارو د کروندو د ويجاړولو پر سر د سيمه‌ييزو اوسېدونکو او طالبانو تر منځ په نښته کي څو کسان وژل سوي او ټپيان سوي دي.
په بدخشان کي د کانونو او د کروندو د ويجاړېدو پر سر د کړکېچونو زیاتوالی

د معمار خبري اژانس د راپور له مخي؛ په بدخشان ولايت کې د شکۍ ولسوالۍ سيمه ایزې سرچينې وايي چي د سرو زرو د کان د ايستلو د څرنګوالي پر سر د سيمه‌ييزو اوسېدونکو او د طالبانو د ځواکونو تر منځ په نښته کي لږ تر لږه يو کس وژل سوی او يو شمېر نور ټپيان سوي دي.

باخبرو سرچينو تاييد کړې ده چي په دې نښته کي يو کس خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، خو سیمه‌ییزو راپورونو د وژل سويو شمېر دوه تنه اعلان کړی دی.

د سرچينو په وينا، دا نښته د ثور د ۱۹مي، شنبې ورځي، د سيمې د اوسېدونکو او د فتاح قومندان د کسانو تر منځ رامنځته سوې ده. فتاح په زابل کې د طالبانو د والي د مرستیال، جمعه‌خان فاتح ورور دی.

سرچينې وايي چي فتاح قومندان د کان د ايستلو له سلګونو غوښتونکو سره سيمې ته تللی وو څو د شنو سيمو پراخه برخې د ايستلو او نيولو لپاره ووېشي.

د سيمې اوسېدونکو له دې کار سره مخالفت کړی وو او وړانديز يې کړی وو چي لومړی دي د کان په محدوده برخه کي ايستل پيل سي، او که سره زر موجود وه، وروسته دي د کار لمن پراخه سي، څو د شنو سيمو، بوټو پوښښ او عامو څرځايونو له بې‌کچې ويجاړېدو څخه مخنيوی وسي.

د سرچينو په وينا، وروسته له هغه چي طالبانو پر اعتراض کوونکو ډزي وکړې، خبري اتري په تاوتريخوالي واوښتې. سرچينې ټينګار کوي چي د دې ډزو له امله لږ تر لږه يو کس وژل سوی او ۱۵ نور کسان ټپيان سوي دي.

د سيمې اوسېدونکو د ثور د ۲۰مي، يکشنبې په سهار ويلي دي چي د سيمې حالت لا هم ډېر پوځي دی او د طالبانو ځواکونه په پراخه توګه په سيمه کي شتون لري.

د سرچينو د معلوماتو له مخي، لږ تر لږه ۱۵ تنه اعتراض کوونکي هم د فتاح قومندان د کسانو له خوا نيول سوي دي او د نورو اعتراض کوونکو د پېژندلو او نيولو پراخ عمليات روان دي.

ويل سوي دي چي د فتاح تر امر لاندي ځواکونو کلي کلابند کړي دي او د خلکو پر تګ راتګ يې سخت بنديزونه لګولي دي.

تر اوسه په بدخشان کې طالب چارواکو د دې نښتي او د هغې د مرګ‌ژوبلي په اړه څه نه دي ويلي.

په وروستيو مياشتو کي په بدخشان او تخار کي د سرو زرو د کانونو ايستل د افغانستان په شمال ختيځ کي له جنجالي موضوعاتو څخه يوه ګرځېدلې ده.

دا پېښه په داسې حال کي رامنځته سوې ده چي د بدخشان په بله سيمه کي هم د وګړو او طالبانو تر منځ د نښتي راپور ورکړل سوی دی. د بدخشان د طالبانو امنيه قومندانۍ د ثور د ۱۹مي، شنبې په ورځ تاييد کړې ده چي په ارګو ولسوالۍ کې لږ تر لږه دوه اوسېدونکي د طالبانو له ځواکونو سره په نښته کي وژل سوي دي.

د ارګو ولسوالۍ ولسي سرچينو ويلي دي چي دغه دوه تنه د طالبانو د ځواکونو د مستقيمو ډزو له امله وژل سوي دي.

طالبانو ويلي دي چي په ارګو ولسوالۍ کې نښته هغه مهال پيل سوه کله چي د نشه‌يي توکو پر وړاندي د مبارزې قطعه د کوکنارو د کروندو د ويجاړولو لپاره د آتن‌جلو کلي ته ولېږل سوه.

دا لومړی ځل نه دی چي د ارګو ولسوالۍ اوسېدونکي د کوکنارو د کروندو د ويجاړولو او د بديل کښت د نشتوالي پر وړاندي مقاومت کوي. په تېرو کلونو کي هم د کوکنارو د راټولولو پر مهال په دې ولسوالۍ کي د وګړو او طالبانو تر منځ خونړۍ نښتي رامنځته سوې وې چي له امله يې يو شمېر کسان وژل سوي او ټپيان سوي وو.

د طالبانو مشر په ۱۴۰۱ کال کي د کوکنارو کښت منع اعلان کړی وو؛ خو له دې سره سره، د افغانستان په شمالي او جنوبي ولايتونو کي د کوکنارو د کښت د دوام ګڼ راپورونه خپاره سوي دي.

کروندګر وايي چي د مناسب بديل کښت نشتوالی، د بديلو حاصلاتو لپاره د ډاډمن بازار نه شتون، او د مالي او تخنيکي ملاتړ کموالی هغوی دې ته اړ کړي دي چي د خپلو کورنيو د ژوند د برابرولو لپاره د کوکنارو کښت ته دوام ورکړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x