د معمار خبري اژانس د راپور له مخي؛ په هرات ولایت کې یو شمېر دولتي کارکوونکي د شنبې په ورځ رسنیو ته ویلي چې د طالبانو سیمه ایزو چارواکو له دوو اوونیو راهیسې په دولتي ادارو کې د هوښيار موبايل کارول منع کړي دي . د هغوی په وينا، دا پرېکړه د دې لپاره سوې ده چي رسمي اسناد او معلومات رسنيو ته ونه وزي.
لږ تر لږه درې دولتي کارکوونکو په هرات کي دا موضوع رسنيو ته تاييد کړې او ويلي يې دي چي د طالبانو چارواکو کارکوونکو ته لارښوونه کړې ده چي په ادارو کي د هوښيار موبايلونو پر ځای له ساده موبايلونو بې له کمرې څخه استفاده وکړي.
د يو کارکوونکي په وينا، په داسې حال کي چي د طالبانو چارواکي په همدې ادارو کي له هوښيار موبايلونو کار اخلي، خو کارکوونکو ته دا اجازه نه ورکول کيږي.
هغه زياته کړې ده چي د دې بنديز له امله د ګاونډيو ولايتونو مراجعه کوونکي هم د اداري چارو په ترسره کولو کي له جدي ستونزو سره مخ سوي دي.
طالبانو تر دې مخکي هم په ځينو ولايتونو کي د ژوندي موجوداتو د انځورونو پر خپرولو او د هوښيار موبايلونو پر کارولو بنديزونه لګولي دي.




