په کابل کې یو سپین‌ږیری سړی ورک سوی دی

په کابل ولایت کې سیمه ایزې سرچینې وایي چې یو سپین‌ږیری سړی څو ورځې وړاندې په دې ښار کې ورک سوی او تر اوسه یې د برخلیک په اړه هېڅ معلومات شتون نه لري .
په کابل کې یو سپین‌ږیری سړی ورک سوی دی

په کابل ولایت کې سیمه ایزې سرچینې وایي چې یو سپین‌ږیری سړی څو ورځې وړاندې په دې ښار کې ورک سوی او تر اوسه یې د برخلیک په اړه هېڅ معلومات شتون نه لري.

د سرچینو په وینا، دغه سړی عبدالوحید مشهور په بریالي نومېږي، ۶۱ کلن دی او د تېرې اوونۍ د چهارشنبې ورځې له سهار راهیسې ورک سوی دی.

نوموړی اصلاً د پنجشېر ولایت د رُخې ولسوالۍ اوسېدونکی وو او دا مهال یې د کابل ښار په پروان دوهمې سیمې کې ژوند کوي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، عبدالوحید د سهار شاوخوا اته بجې له کوره وتلی وو، خو له هغې وروسته یې له خپلې کورنۍ سره هېڅ اړیکه نه ده نیولې.

سرچینو زیاته کړې چې د هغه د ټیلیفون وروستی موقعیت له پلټنې وروسته د کابل ښار په کمپنی سیمه کې ثبت سوی، خو له هغې وروسته یې ټیلیفون بند سوی او تر اوسه یې هېڅ نوې نښه نه ده موندل سوې.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې راپورونه د هېواد په ځینو ولایتونو کې د وګړو د ورکېدو او د هدفي وژنو د زیاتېدو ښکارندويي کوي.

همدارنګه نن سرچینو د کابل ښار په ۱۱مه ناحیه کې د یوې ځوانې انجلۍ د ورکېدو خبر هم ورکړی وو. څو ورځې وړاندې په تخار ولایت کې دوه ماشومان هم ورک سوي وو.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x