په کابل ولایت کې ولسي سرچینې وایي چې د دې ښار په ۱۱مه ناحیه کې یوه ځوانه انجلۍ له تېری ورځې راهیسې ورکه سوې ده.
د سرچینو په وینا، دغه انجلۍ تیره ورځ له غرمې وروسته له کوره وتلې وه او تر اوسه بېرته خپل کور ته نه ده ستنه سوې. سرچینو د شنبې په ورځ، د ثور په ۱۹مه، ویلي چې د هغې کورنۍ د خپلې لور د موندلو لپاره طالبانو ته هم مراجعه کړې، خو تر اوسه یې هڅو پایله نه ده ورکړې.
د موجودو معلوماتو له مخې لا تر اوسه روښانه نه ده چې دغه انجلۍ خپله له کوره وتلې ده او که تښتول سوې ده. سرچینو همدارنګه ویلي چې هغه مجرد وه.
دا پېښه په داسې حال کې راپورته سوې چې تیره ورځ هم په کابل کې یوې کورنۍ د یوه ځوان هلک د ورکېدو خبر ورکړی وو.
په وروستیو اوونیو کې د کابل او د هېواد په ځینو نورو ولایتونو کې د وګړو د ورکېدو ګڼ راپورونه خپاره سوي، چې دې موضوع په هېواد کې د ناامنۍ او د جرمونو د زیاتېدو په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.




