د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، رابعه نسيمي، افغانه مېرمن، د بریتانیا د کارګر ګوند غړې او د بشري حقونو فعاله، د بریتانیا د محلي شوراګانو په ټاکنو کې وتوانېده چې د کارګر ګوند له خوا د «ایست اکتون» له حوزې څخه په لوېدیځ لندن کې د دې سیمې د ښار د شورا غړې وټاکل سي.
د اعلان سویو پایلو له مخې، اغلې نسيمي د ۱۲۰۷ رایو په ترلاسه کولو سره خپل سیالان مات کړي او د ښار د شورا څوکۍ یې ترلاسه کړی ده.
رابعه نسيمي په ۱۹۹۹ میلادي کال کې، په افغانستان کې د طالبانو د لومړی ځل د واکمنۍ پر مهال، له خپلې کورنۍ سره بریتانیا ته کډواله سوې وه او په لندن کې مېشته سوه.
هغه اوس د بشري حقونو د فعالې او د کډوالو او پناه غوښتونکو د حقونو د مدافعې په توګه پېژندل کېږي او په تېرو کلونو کې یې د ټولنیز عدالت او د کډوالو د ملاتړ په برخه کې فعالیتونه کړي دي.
اغلې نسيمي د کمبریج پوهنتون د دوکتورا سند لرونکي ده.
د بریتانیا د محلي شوراګانو ټاکنې د پنجشنبې په ورځ د هېواد په ټولو سیمو کې ترسره سوې. لومړنۍ پایلې ښايي چې د کارګر ګوند (Labour Party) په لندن کې اکثره څوکۍ ترلاسه کړی دی؛ خو دغه ګوند په ځینو نورو سیمو کې د رایه ورکوونکو د ملاتړ له کمېدو او په ځینو حوزو کې له ماتې سره هم مخ سوی دی.




