د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، سيمهایزو سرچینو معمار خبري آژانس ته ویلی چې په ارګو ولسوالۍ کې د اتنجلو سیمې اوسېدونکو د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو په اړه د طالبانو له استول سوي پلاوي سره خبرې نه دي کړې او د طالبانو ځینې کمپونه یې هم ویجاړ کړي دي.
د سرچینو په وینا، شاوخوا پنځه زره کسان د بدخشان له بېلابېلو سیمو د کښتونو د له منځه وړلو پر پروسې د اعتراض لپاره راټول سوي دي.
سرچینو همدارنګه په ارګو ولسوالۍ کې د طالبانو او اعتراض کوونکو ترمنځ د نښتې خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د طالبانو د ډزو په پایله کې دوه کسان، چې یو ماشوم هم پکښې شامل دی، وژل سوي او څو نور ټپیان سوي دي.
تر اوسه طالبانو په رسمي ډول د دې پېښې او د رامنځته سویو تلفاتو په اړه کوم نظر نه دی څرګند کړی.




