مطیع‌الله ویسا د «آزادي ۲۰۲۶» جايزې ګټونکی سوو

مطیع‌الله ویسا، په افغانستان کي د زده‌کړي د ډګر فعال او د زده‌کړي د حق، په ځانګړي ډول د انجونو لپاره، مدافع، د «آزادي ۲۰۲۶» جايزې ګټونکی سوی دی.
مطیع‌الله ویسا د «آزادي ۲۰۲۶» جايزې ګټونکی سوو

دا جايزه د فرانسې د نورماندي له سيمې څخه او د نړۍ د زرګونو وګړو په رايه ورکړل سوې ده.

د دې بنسټ د اعلان له مخي، ۱۸ زره او ۷۰۸ ځوانانو د نړۍ له ۷۵ هېوادونو څخه د رايه ورکولو په بهير کي ګډون کړی دی او ویسا يې د دې جايزې د اتم پړاو ګټونکی ټاکلی دی.

 د نورماندي سيمې له خوا په خپور سوي پیغام کې ويل سوي دي: «مطیع‌الله ویسا د آزادي ۲۰۲۶ جايزې ګټونکی سو. ۱۸ زره او ۷۰۸ ځوانانو د ۷۵ هېوادونو څخه د هغه د ټاکلو لپاره د دې جايزې د اتم پړاو ګټونکي په توګه رايه ورکړه.»

مطیع‌الله ویسا د «قلم لارې» ټولني بنسټ اېښودونکی دی، هغه بنسټ چي له زرګونو رضاکارانو سره د زده‌کړي د خپرولو لپاره، په ځانګړي ډول د افغانستان په محرومو سيمو کي فعاليت کوي او د انجونو د زده‌کړي پر حق ځانګړی پاملرنه کوي.

ښاغلي ویسا دا خوځښت په ۱۷ کلنۍ کي پيل کړی وو او په وروستيو کلونو کي يې د ليري پرتو سيمو د ښوونځيو د جوړولو لپاره هم هڅي کړي دي.

ویسا د ۲۰۲۳ کال د مارچ په مياشت کي د خپلو فعاليتونو له امله د طالبانو له خوا ونيول سوو او ۷ مياشتي يي په زندان کي تېرې کړې.

افغانستان اوس په نړۍ کي يوازينی هېواد دی چي پکښي د انجونو او ښځو لپاره د منځنيو او لوړو زده‌کړو اجازه نسته.

د آزادي جايزه په ۲۰۱۹ کال کي د نورماندي سيمې او د « انساني حقونو او د سولي نړیوال بنسټ» له خوا جوړه سوې ده او هغو وګړو يا بنسټونو ته ورکول کيږي چي د بشري آزاديو په دفاع کي مهم رول لري.

دا جايزه د نورماندي سيمې له خوا د بشري حقونو د بنسټونو په همکارۍ هر کال هغه شخص يا بنسټ ته ورکول کيږي چي د آزاديو په دفاع کي مهم رول ولري.

ټاکل سوې ده چي د دې جايزې د ورکړي مراسم د جون پر څلورمه د فرانسې په کان ښار کي د څلورو زرو څخه د زياتو ځوانانو او د دوهمي نړيوالي جګړې د ځينو پخوانيو سرتېرو په ګډون تر سره سي.

په ۲۰۲۵ کال کي هم ژيزل پليکوټ، په فرانسه کي د جنسي تاوتريخوالي پر وړاندی د مبارزې له پېژندل سویو څېرو څخه، د دې جايزې ګټونکې سوې وه.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x