په بدخشان ولایت کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ اعلان کړی چې د ارګو ولسوالۍ د یوه اوسېدونکي د وژلو په تور څلور تنه نیول سوي دي.
احسانالله کامګار ، د بدخشان د امنیه قوماندانۍ ویاند ویلي چې دغه کسان د ارګو ولسوالۍ د بختشاه کلي اوسېدونکي دي او د مصطفی په نوم د یوه کس د وژنې په شک د امنیتي ځواکونو له خوا نیول سوي دي.
د هغه په وینا، دا پېښه څو ورځې مخکې په ډېرې بېرحمۍ سره رامنځته سوې وه او له هغې وروسته د جنايي جرمونو پر وړاندي د مبارزې مدیریت د عاملانو د پېژندنې لپاره پلټنې او کشفي عملیات پیل کړل چې په پایله کې څلور شکمن کسان ونیول سول.
د بدخشان د امنیه قوماندانۍ ویاند زیاته کړه چې شکمنو کسانو په لومړنیو پلټنو کې پر دې وژنې اعتراف کړی دی.
امنیتي مسوولین وایي چې د دې قضیې نورې پلټنې روانې دي او د تحقیقاتو تر بشپړېدو وروسته به د تورنو دوسیه عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل سي.




