د خوست ولایت د اسماعیلخېلو او مندوزیو ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکو د طالبانو د محکمې پر هغه پرېکړه اعتراض کړی چې له مخې یې شاوخوا ۱۲ زره جریبه ځمکه دولتي اعلان سوې ده.
اعتراض کوونکي وایي طالبانو دا ځمکې د دولت ملکیت بللي، حال دا چې د دوی په وینا د وګړو د ملکیت اسناد په بشپړ ډول نه دي څېړل سوي او قانوني بهیر هم سم نه دی څارل سوی.
د سیمې اوسېدونکي ټینګار کوي چې د دې قضیې د څېړنې پر مهال دوی ته د دفاع کافي فرصت نه دی ورکړل سوی او محکمې وړاندې سویو اسنادو ته لازمه پاملرنه نه ده کړی. دوی دا بهیر د عدالت او د قضایي اصولو خلاف بولي.
د سيمهايزو سرچینو په وینا، په دې ځمکو کې زرګونه کورونه جوړ سوي او د محکمې له پرېکړې وروسته ، اوس د دغو کورونو د ملکیت د برخلیک په اړه اندېښنې زیاتې سوې دي.
اعتراض کوونکي وایي چې په پیل کې قاضي د دوی شکایت د څېړنې وړ بللی وو، خو وروسته پرېکړه بدله سوه او دعوه په دې دلیل رد سوه چې د طالبانو اداره پر دې ځمکو واک او تصرف لري.
د دې سیمو اوسېدونکي د طالبانو د محکمې پرېکړه غیرشرعي او د وګړو له حقونو سره په ټکر کې بولي او د دې قضیې د بیا کتنې غوښتنه کوي.




