د طالبانو تر سیوري لاندې د ناامنۍ زیاتوالی ؛ په تخار ولايت د یو ۱۳ کلن ماشوم ورکېدل

تخار ولایت کې سیمه ایزې سرچینې وایي چې یو ۱۳ کلن ماشوم په تالقان ښار کې له تېرو پنځو ورځو راهیسې ورک سوی او تر اوسه یې هېڅ درک نه دی معلوم سوی.
مردی در تخار چهار عضو خانواده‌ی همسرش را بکشت

تخار ولایت کې سیمه ایزې سرچینې وایي چې یو ۱۳ کلن ماشوم په تالقان ښار کې له تېرو پنځو ورځو راهیسې ورک سوی او تر اوسه یې هېڅ درک نه دی معلوم سوی.

د سرچینو په وینا، د دې ماشوم نوم سید تمیم دی او د سید حبیب زوی دی چې د تالقان ښار د ګاومالي سیمې اوسېدونکی دی. سرچینو د دوشنبې په ورځ د ثور په ۱۴مه ویلي چې د هغه د ورکېدو له وخته تر اوسه د نوموړی د برخلیک په اړه هېڅ معلومات شتون نه لري.

د معلوماتو له مخې، د سید تمیم کورنۍ په دې موده کې بېلابېلې سیمې او احتمالي ځایونه د هغه د موندلو لپاره لټولي، خو هڅې یې بې پایلې پاتې سوې دي.

په ورته وخت کې، د سیمې یو شمېر اوسېدونکي وایي چې په هېواد کې د ماشومانو د ورکېدو پېښو زیاتوالی او ناامني د وګړو جدي اندېښنې زیاتې کړې دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x