په کابل ولایت کې سيمهایزو سرچینو راپور ورکړی چې تېره ورځ ، ناپېژندو کسانو د «بیدل دانش» اکاډمۍ پر بنسټګر تېزاب شیندلي دي؛ هغه پېښه چې د فرهنګي فعالانو او د ټولنیزو شبکو د کاروونکو پراخ غبرګونونه یې راپارولي دي.
د دغو سرچینو د وینا له مخې، دا برید د کابل ښار په یوه ناحیه کې سوی او زیانمن سوی کس سخت ژوبل سوی دی. خو د دې راپور تر خپرېدو پورې د هغه د روغتیايي وضعیت او د برید کوونکو د هویت په اړه کره معلومات نه دي خپاره سوي.
د عیني شاهدانو په وینا، برید کوونکي له پېښې وروسته تښتېدلي او له سیمې وتلي دي. همدارنګه، تر اوسه هېڅ رسمي ادارې د دې پېښې په اړه غبرګون نه دی څرګند کړی.


