په تاجیکستان کې یو افغان سړی د یوې ښځې د قتل په تور نیول سوی دی

د تاجیکستان د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې یو ۲۲ کلن افغان وګړی په خجند ولایت کې د یوې ښځې د وژنې په تور نیول سوی دی.
په تاجیکستان کې یو افغان سړی د یوې ښځې د قتل په تور نیول سوی دی

د تاجیکستان د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې یو ۲۲ کلن افغان وګړی په خجند ولایت کې د یوې ښځې د وژنې په تور نیول سوی دی.

د دې وزارت د معلوماتو له مخې، نیول سوی کس محمدعمر رحماني نومېږي او په ناقانونه ډول په تاجیکستان کې اوسېده.

د تاجیکستان چارواکي وایي چې نوموړی تورن دی چې عزیزه وحیدوف، ۲۷ کلنه تاجیکستانۍ ښځه، د خجند ولایت د جبار رسولوف ولسوالۍ اړوند د دهنمو په کلي کې وژلې ده.

د دې پېښې وروسته، راپورونه ښايي چې په خجند کې د افغان کډوالو پر وړاندې امنیتي تدابیر او محدودیتونه زیات سوي دي.

یو شمېر افغان کډوالو د دوشنبې په ورځ د ثور په ۱۴مه په ټولنیزو شبکو کې د انځورونو په خپرولو سره ویلي چې سیمه‌ییزو ځواکونو لسګونه افغان کډوال نیولي او د دوشنبې ښار ځانګړي کمپ ته یې لېږدولي دي.

د سرچینو په وینا، شاوخوا ۲۵۰ افغانې کورنۍ چې په خجند کې اوسېږي او ډېری یې د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته د غچ اخیستنې له وېرې تاجیکستان ته تللي، اوس د اجباري ایستلو له خطر سره مخ دي.

خو تر اوسه پورې په دوشنبه کې د افغانستان سفارت او د تاجیکستان چارواکو د افغان کډوالو د احتمالي اجباري ایستلو په اړه کوم رسمي دریځ نه دی څرګند کړی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x