د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ طالبانو ته نږدې رسنۍ وایي چې عبدالباري، سوداګر او د سپینبولدک ولسوالۍ اوسېدونکی، تیره شپه د چمن په سیمه کې د پاکستاني ځواکونو له خوا په یو هدفمند برید کې وژل سوی دی.
د دغو سرچینو په وینا، په دې پېښه کې د هغه دوه ملګري هم ټپیان سوي دي.
دغه سرچینې همدارنګه د پاکستان د امنیتي ادارو هغه ادعا رد کړې چې ګواکې دغه افغان سوداګر د پاکستاني ځواکونو پر لور ډزې کړې وې.




