په اتریش کې یو افغان سړی خپله مېرمن او دوه اولادونه د چاقو په برید ټپیان کړل

د اتریش په پلازمېنه وین ښار کې ۴۶ کلن افغان سړی د خپلې مېرمنې او دوو اولادونو پر وړاندې د چاقو د برید په تور نیول سوی دی.
په اتریش کې یو افغان سړی خپله مېرمن او دوه اولادونه د چاقو په برید ټپیان کړل

د اتریش په پلازمېنه وین ښار کې ۴۶ کلن افغان سړی د خپلې مېرمنې او دوو اولادونو پر وړاندې د چاقو د برید په تور نیول سوی دی.

د وین پولیسو اعلان کړی چې دا پېښه د شنبې په سهار د ثور په ۱۲مه / د می په ۲مه د دوناوشتات په سیمه کې رامنځته سوې ده.

د پولیسو د راپور له مخې، دغه سړي د شاوخوا ۱۰ سانتي متره تیغ لرونکي چاقو په وسیله پر خپلې ۴۴ کلنې مېرمنې ۱۳ ضربه یی برید کړی دی.

د برید پر مهال ، د کورنۍ ۲۶ کلنه لور او ۲۳ کلن زوی د مور د دفاع لپاره مداخله وکړه، خو پلار پر هغوی هم برید وکړ. لور د لاس له برخې او زوی د پښې له برخې ټپیان سوي دي.

د پولیسو په وینا، کله چې امنیتي ځواکونه ځای ته ورسېدل، ښځه د سختو ټپونو او وینې بهېدو له امله پر ځمکه پرته وه او د کورنۍ دواړو اولادونو توانېدلي وو چې پلار تر کنټرول لاندې راولي.

چارواکو ویلي چې شکمن کس په ځای کې نیول سوی او په لومړنیو پلټنو کې یې پر جرم اعتراف کړی، خو تر اوسه یې د برید انګېزه نه ده څرګنده کړې.

د خپرو سویو معلوماتو له مخې، د دې کورنۍ غړي اوس د اتریش تابعیت لري، خو د افغانستان اصلي رېښه لرونکي دي.

ټپي سوې ښځه د بېړنۍ درملنې لپاره روغتون ته وړل سوې او ډاکټرانو د هغې ژوند ژغورلی دی. د کورنۍ دواړه اولادونه هم تر طبي څارنې لاندې دي.

پولیسو اعلان کړی چې نیول سوی سړی د اصلاح او روزنې یوه مرکز ته لېږدول سوی او د هغه پر ضد د اړیکې بندیز او د وسلې د موقتي منع امر صادر سوی دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x