د افغانستان ښځې د کورنيو تاوتريخوالو او د طالبانو د سخت‌دريځۍ قربانيانې دي

په افغانستان کې د ښځو او انجونو پر وړاندې د کورنيو تاوتريخوالو او د طالبانو د سخت‌دريځۍ د دوام له امله، يوه ۱۵ کلنه انجلۍ په دایکنډي کې د کورنيو تاوتريخوالو نوې قرباني سوه او خپل ژوند يې له لاسه ورکړ.
د افغانستان ښځې د کورنيو تاوتريخوالو او د طالبانو د سخت‌دريځۍ قربانيانې دي

يوه ۱۵ کلنه انجلۍ چې محدثه نومېده، په دایکنډي ولايت کې مړه سوې ده؛ دا پېښه د هغې د کورنۍ او د خاوند د کورنۍ له خوا له بېلابېلو روايتونو سره مل ده.

په داسي حال کې ، د عدلي طب د څېړنو پايلې ښايي چي دغه انجلۍ پر سر د سخت ټپي کېدو او فزيکي تاوتريخوالي له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

سيمه‌ایزې سرچينې وايي محدثه د ثور په شپږمه د دایکنډي ولايت په مرکزي ولسوالۍ کې خپل ژوند له لاسه ورکړ . د هغې کورنۍ د نوموړی د مرګ لامل کورنی تاوتريخوالی او د خاوند له خوا وهل ټکول بولي، خو د خاوند کورنۍ دا ادعا رد کړې او ويلي يې دي چي هغې د زهري موادو په خوړلو خپل ژوند پای ته رسولی دی.

په مقابل کې د عدلي طب موندنې ښايي چي د محدثې د بدن په بېلابېلو برخو، لکه لاسونو، پښو او غاړې کې د وهلو ټکولو نښې موجودې وې او د مرګ اصلي لامل د سر سخت ټپي کېدل ثبت سوي دي؛ هغه څه چي د خاوند د کورنۍ ادعا تر شک لاندې راولي.

د محدثې د نژدې خپلوانو په وينا، هغې شاوخوا اته مياشتې مخکې له خپل د خاله له زوی سره واده کړی وو. د هغوی په وينا، له واده څخه څو مياشتې وروسته کورني تاوتريخوالي پيل سوو او د کورنۍ د پرله‌پسې هڅو سره سره د هغې خاوند او د خاوند کورنۍ د هغې د بېرته کور ته د راوستلو غوښتنه ونه منله.

د محدثې د کورنۍ غړي وايي چي هغه د پېښې په ورځ له سختو ځورونو وروسته په داسې حال کې مړه سوه چي ډېره ټپي سوي وه. د محدثې پلار چي د لور د وړلو لپاره د هغوی کور ته ورغلی وو، له غير عادي وضعيت سره مخ سوو او لور يې په داسې حالت کې وموندله چي د ژوند وروستۍ شېبې يې تېرولې.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x