سیمه ایزې سرچینې په کابل ښار کې د خيرخانې په سيمه کې د يوې چاودنې د رامنځته کېدو خبر ورکوي.
د سرچینو په وینا، دا پېښه د شنبې ورځې په سهار شاوخوا ۸:۳۰ بجې، د ثور په ۱۲مه، د قلعه نجارا په څلورلارې کې رامنځته سوې ده.
سرچینې وایي چې چاودنه د ځای پر ځای سوي بم له امله سوې او د طالبانو يوه پوسته يې هدف ګرځولی ده.
تر اوسه د دې چاودنې د احتمالي مرګژوبلې او زيانونو په اړه نور جزئيات نه دي خپاره سوي.




