په جاغوري کې د خلکو په لګښت د يوي ښوونځي جوړول

د غزني ولايت په جاغوري ولسوالۍ کې د سيمې د اوسېدونکو په لګښت يو دوه پوړيزه ښوونيزه ودانۍ جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل سوه.
په جاغوري کې د خلکو په لګښت د يوي ښوونځي جوړول

د غزني ولايت په جاغوري ولسوالۍ کې د سيمې د اوسېدونکو په لګښت يو دوه پوړيزه ښوونيزه ودانۍ جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل سوه.

د باختر خبري آژانس، چې د طالبانو تر واک لاندې رسنۍ ده، د ثور پر ۱۲مه، د شنبې په ورځ راپور ورکړی چې دا ښوونځی د جاغوري ولسوالۍ د «حيدر» په کلي کې جوړه سوي ده.

د راپور له مخې، د دې ښوونځي د جوړولو لګښت شاوخوا شپږ ميليونه افغانۍ سوی چې د سيمې خلکو برابر کړی دی. د دې نوي جوړ سوي ښوونځي ودانۍ ۱۲ درسي ټولګي، يو اداري خونه او يو کتابتون لري.

په تېرو څلورو کلونو کې د غزني ولايت د بېلابېلو سيمو اوسېدونکو څو ښوونځي په خپلو شخصي لګښتونو او د خلکو په همکارۍ جوړ کړي دي.

دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې طالبانو له بيا واک ته رسېدو وروسته د شپږم ټولګي څخه پورته د انجونو زده‌کړه او په پوهنتونونو کې د ښځو د زده‌کړې دوام بند کړی دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x