د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ بدریه جلالي، د ادراک پوهنتون ونډهواله، تېره ورځ په کابل کې د نامعلومو وسلوالو کسانو له خوا په ډزو ووژل سوه.
هغه چې د یوې حقوقي شخړې د تعقیب او حل وفصل لپاره له انګلستان څخه افغانستان ته راستنه سوې وه، تېره ورځ په کابل ښار کې د نامعلومو وسلوالو کسانو د برید هدف وګرځېده او ووژل سوه.
د دې پېښې د څرنګوالي او د عاملینو د هویت په اړه نور جزئیات نه دي خپاره سوي. د طالبانو رسمي سرچینو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې طالبانو څو ځله په افغانستان کې د سراسري امنیت د ټینګښت ادعا کړې ده.
دې ډلې واک ته تر ستنېدو وروسته، د کور په کور پلټنو پر مهال خلک بېوسلې کړل او ویلي یې وو چې دا کار د ناامنۍ او جنايي جرمونو د مخنیوي لپاره ترسره سوي دي.
د بدریه جلالي وژل کېدو یو ځل بیا په کابل او د افغانستان په نورو ښارونو کې د امنیتي وضعیت او د جنايي پېښو د زیاتېدو په اړه اندېښنې راپارولي دي.




