په غزني ولايت کې د طالبانو چارواکو د يوې مرګونې ترافيکي پېښې خبر ورکړی دی، چي په ترڅ کي يې درې تنه، د دوو ښځو او يوه ماشوم په ګډون، خپل ژوند له لاسه ورکړي دي.
د باختر خبري آژانس د راپور له مخې؛ په غزني کې د طالبانو د امنيه قوماندانۍ وياند اعلان کړی چي دا پېښه د قرهباغ ولسوالۍ په لاره کي رامنځته سوې ده.
د هغه په وينا، په دې پېښه کي درې تنه نور هم ټپيان سوي دي.
راپورونه وايي چي دا پېښه د دوو مسافرو وړونکو موټرو او يوه باروړونکي موټر د ټکر له امله رامنځته سوې ده.
دا په داسې حال کي ده چي څو ورځې مخکې هم په همدې ولايت کي په دوو جلا ترافيکي پېښو کي څلور تنه وژل سوي او اووه نور ټپيان سوي وو.




