د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ آصف دراني، د افغانستان په چارو کي د پاکستان پخواني استازي ویلي دي چي د اسلاماباد له نظره د ډیورنډ کرښه نور د شخړې وړ موضوع نه ګڼل کېږي، او د هغه په وينا د پاکستان ۹۹.۹۹ سلنه پښتانه دې هېواد ته وفادار دي او د ډیورنډ کرښه مني.
هغه ټينګار کړی دی چي د پاکستان پښتانه افغانستان د خپل مشر يا مرجع په توګه نه ګڼي، بلکې ځانونه د پاکستان وفادار وګړي بولي.
دراني، چي خپله هم د پښتون قوم څخه دی، زياته کړې ده چي دغه ټولنه له خپل هېواد سره تړاو لري او د پاکستان د ثبات په لار کي يې ډېرې قربانۍ ورکړې دي.
هغه د يوې پوښتنې په ځواب کي چي د پاکستان د پښتنو د ډیورنډ کرښې او د لوی افغانستان د نظر په اړه وه، ويلي دي چي د پولې دواړو غاړو ته قومي ګډوالې يوازې يو فرهنګي تړاو دی، نه سياسي يا پولهایزه موضوع.
هغه همدارنګه اشاره کړې ده چي کله افغانستان ته سفر کوي ځان پردی نه احساسوي او په پښتو او تر يو حده په دري ژبه هم خبري کولای سي.
دراني ټينګار کړی دی چي د پولې دواړو غاړو ته د پښتنو قومي ګډوالی يو طبيعي امر دی، خو دا موضوع د سياسي يا پولهایز اختلاف معنا نه لري.
د ډیورنډ کرښې موضوع په وروستیو کې وروسته له هغه بيا د افغانستان په سياسي فضا کي مطرح سوې چي د وحدت ګوند مشر محمد محقق اعلان وکړ چي دغه کرښه په رسميت پېژني.
ډیورنډ کرښه هغه پوله ده چي په ۱۸۹۳ کال کي د افغانستان د هغه وخت د امير عبدالرحمن خان او د برتانوي هند د استازي مارتيمر ډیورنډ تر منځ ټاکل سوې ده. دغه کرښه د پښتنو او بلوڅو له سيمو تېره سوې او افغانستان د اوسني پاکستان له قلمرو څخه بېلوي.
که څه هم پاکستان دا کرښه د دواړو هېوادونو رسمي پوله ګڼي، خو په افغانستان کي ډېرو حکومتونو او سياسي او قومي څېرو په بېلابېلو وختونو کي د هغې د رسمي منلو څخه ډډه کړې ده. دا موضوع تل د دواړو هېوادونو تر منځ يوه حساسه مسئله پاتې سوې او په وروستيو کلونو کي يې څو ځله سياسي، پولهایز او امنيتي کړکېچونه هم رامنځته کړي دي.


