د پاکستان د اطلاعاتو وزارت د کونړ ولایت پر استوګنيزو سيمو او پوهنتون باندي بريد رد کړ

د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزارت د دوشنبې په ورځ هغه راپورونه رد کړل چي ګواکي دغه هېواد د کونړ ولايت پر سيد جمال‌الدين افغان پوهنتون او استوګنيزو سيمو بريد کړی دی.

 پاکستاني چارواکو دا ادعاوې ښکاره درواغ بللي او ويلي يې دي چي دا د خواخوږۍ د راجلبولو او د افغانستان د طالبانو له خوا د تحریک طالبان پاکستان د ملاتړ د پټولو هڅه ده.

په مقابل کي، د طالبانو د حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت اعلان کړی چي پر سيد جمال‌الدين افغان پوهنتون د بريد له امله لږ تر لږه ۳۰ محصلين او استادان ټپيان سوي دي. دغه وزارت د دوشنبې په ورځ، د ثور په ۷مه، په اېکس ټولنيزه شبکه کي وليکل چي د پاکستان دا ادعا چي بريد يې نه دی کړی، بې‌بنسټه ده.

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت همدارنګه ټينګار کړی دی چي که په افغانستان کي د وسلوالو ډلو بنسټونه په نښه کړي، لکه د پخوا په څیر به دا کار په رسمي ډول اعلان کړي او کره شواهد به وړاندې کړي.

تر دې مخکې په کونړ ولايت کي سيمه‌ایزو سرچينو رسنيو ته ويلي وو چي د پاکستان پوځ د دغه ولايت د مرکز اسدآباد ځينې سيمې او همدارنګه سيد جمال‌الدين افغان پوهنتون د توپچي بريدونو هدف ګرځولي دي.

د دغو راپورونو له مخې، په دې بريدونو کي ۷ تنه وژل سوي او ۷۵ نور ټپيان سوي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x