د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، دغه نړیوال راپور چې د ملګرو ملتونو اړوند بنسټونو، اروپايي ټولنې او نړیوالو شریکانو له لوري خپور سوی،افغانستان د هغو لسو هېوادونو په ډله کې راغلی چې د شدیدې لوږې تر ټولو لوړه کچه لري او په پنځم مقام کې ځای لري.
په دغه راپور کې راغلی چې نایجریا د ۳۰.۶ میلیونو، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت د ۲۷.۷ میلیونو، سوډان د ۲۴.۶ میلیونو او یمن د ۱۸.۱ میلیونو کسانو په شمېر د لوږې له تر ټولو لوړې کچې سره مخ هېوادونه دي او له افغانستان څخه پورته ځایونه لري.
په مقابل کې، د میانمار ۱۶.۷ میلیونه، بنګلهدېش ۱۶ میلیونه، پاکستان ۱۱ میلیونه، سویلي سوډان ۷.۷ میلیونه او سوریه ۷.۲ میلیونه کسان د افغانستان په پرتله ټیټې شمېرې لري.
د راپور له مخې، په افغانستان کې شاوخوا ۱۷.۴ میلیونه کسان، چې د هېواد د نفوس ۳۶ سلنه جوړوي، له شدیدې لوږې سره مخ دي. له دې ډلې ۴.۷ میلیونه کسان د بېړنۍ لوږې او قحطۍ په حالت کې ژوند کوي.
همدارنګه راپور زیاتوي چې په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۲۶۶ میلیونه کسان په ۴۷ هېوادونو کې له شدیدې خوراکي ناامنۍ سره مخ وو، چې دا شمېر د نړۍ د نږدې څلورمې برخې نفوس جوړوي او د ۲۰۱۶ کال په پرتله نږدې دوه چنده زیات سوي دي.
په پای کې په راپور کې ټینګار سوی چې لوږه نور یوازې یوه لنډمهاله بحران نه دی، بلکې په نړیواله کچه یو دوامدار او پراخېدونکی چلنج ګرځېدلی دی.




