د کابل په لوېدیځ کې د وسله‌والو غلاوو زیاتوالی

د کابل په لوېدیځ کې د جنايي پېښو له زیاتېدو وروسته، د افغانستان د شیعیانو عالي کمېسیون په دې سیمه کې د وسله‌والو غلاوو د پراخېدو او د امنیتي وضعیت د خرابېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د کابل اوسېدونکي وایي چې په وروستیو اوونیو کې د ښار په لوېدیځ کې له کورونو څخه او د نقلیه وسایطو د وسله‌والو غلاوو پېښې زیاتې سوې دي، او دې حالت د خلکو ترمنځ جدي اندېښنې راپارولې دي.

د هغوی په وینا، په ځینو سیمو کې اوسېدونکو د امنیت د ټینګښت لپاره د شپې ګزمې او نوبتي پېرې پیل کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبان تل په ټول هېواد کې د امنیت د ټینګښت خبره کوي، خو سیمه‌ییز راپورونه ښايي چې د کابل په ځینو برخو کې امنیتي اندېښنې لا هم دوام لري.

د دې وضعیت په غبرګون کې، د افغانستان د شیعیانو عالي کمېسیون مشرتابه پرون د دې موضوع د ارزونې لپاره غونډه ترسره کړې ده.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x