په جورجیا کې پراخو اورلګېدنو له ۱۲۰ ډېر کورونه ویجاړ کړل

د امریکا د جورجیا ایالت په سوېل ختیځ کې دوه سترې اورلګېدنې لا هم د پراخېدو په حال کې دي، او سيمه‌ایزو چارواکو د سختو بادونو له امله د لا زیاتېدو خبرداری ورکړی دی. دغو پېښو تر اوسه له ۱۲۰ ډېر کورونه له منځه وړي او لږ تر لږه د ګاونډي فلوریډا ایالت د یوه کس د مړینې لامل سوي دي.

د برانټلي ښار مدیر دا وضعیت «بدلېدونکی او د اټکل وړ نه» بللی او له اوسېدونکو یې غوښتي چې که د وتلو امر ورکړل سي، ژر تر ژره سیمه پرېږدي. هغه خبرداری ورکړی چې اور به د بادونو په چلېدو سره په چټکۍ خپور سي.

هغه اورلګېدنه چې د «هایوې ۸۲» په نوم یادیږي او د دوشنبې له ورځې راپیل سوې، یوازې په خپله لږ تر لږه ۸۷ کورونه له منځه وړي دي.

د جورجیا والي براین کمپ ویلي چې دا د ایالت په تاریخ کې د یوې واحدې اورلګېدنې تر ټولو ستر زیان دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x