یو شمېر هېوادوالو له رسنیو سره په اړیکه کې د وسلهوالو غلاوو د پام وړ زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
دوی په رالېږل سویو ویډیوګانو کې وایي چې په وروستیو ورځو کې د موبایل، موټر، موټرسایکل، نغدو پیسو او له کورونو او دوکانونو څخه د غلاوو پېښې په څرګند ډول زیاتې سوې دي.
د دغو وګړو په وینا، سره له دې چې طالبان د سراسري امنیت د ټینګښت ادعا کوي، خو په بېلابېلو ولایتونو کې د جرمونو، په ځانګړي ډول وسلهوالو غلاوو کچه مخ په زیاتېدو ده. دوی د طالبانو مسوولین د امنیت په ټینګښت کې پر بېکفایتۍ او ناتوانۍ تورنوي.
د کابل د تایمني سیمې یو اوسېدونکی وایي چې په دې سیمه کې هره ورځ د موبایل او موټر د غلا څو پېښې ثبتېږي او خلک له ماښام وروسته له کوره د وتلو جرئت نه لري.
هغه همدارنګه زیاتوي چې طالبان د تایمني په ډېرو کوڅو کې امنیتي پوستې لګولي، خو دا اقدامات نه یوازې د غلاوو په کمېدو کې مرسته نه ده کړې، بلکې د وګړو د تګ راتګ لپاره یې ستونزې هم جوړې کړې دي. د هغه په باور، ځینې غله، په ځانګړي ډول د موبایل غله، د طالبانو د پولیسو له مسوولینو سره په حوزو کې همکاري لري.
په همدې حال کې، د امنیتي کامرو یوه خپره سوې ویډیو ښايي چې د کابل په تایمني سیمه کې پر موټرسایکل یو سپور کس د یوه عابر شخص موبایل غلا کوي.




