په هرات کې یوه ځوانه ښځه د رسۍ لوبې له امله د خپل خاوند له خوا ووژل سوه

په هرات ولایت کې سيمه‌ایزې سرچینې خبر ورکوی چې د دې ولایت په ګذرې ولسوالۍ کې یوه ځوانه ښځه د خپل خاوند له خوا وژل سوې ده.
په هرات کې یوه ځوانه ښځه د رسۍ لوبې له امله د خپل خاوند له خوا ووژل سوه

د معمار خبري اژانس د راپور له مخي؛ په هرات ولایت کې سيمه‌ایزې سرچینې خبر ورکوی چې د دې ولایت په ګذرې ولسوالۍ کې یوه ځوانه ښځه د خپل خاوند له خوا وژل سوې ده.

د ترلاسه سویو راپورونو له مخې، دا پېښه د حمل میاشتې په شلمه نېټه د ده‌تپې په کلي کې رامنځته سوې ده.

د سرچینو په وینا، دغه ښځه شاوخوا ۲۵ کلنه وه، او د وژل کېدو لامل یې د کور په انګړ کې د رسۍ لوبه ښودل سوې ده.

لږ تر لږه درې سيمه‌ایزو سرچینو دا پېښه تایید کړې ده. یوې سرچینې، چې نوم یې نه دی څرګند سوی، ویلي چې دغه ښځه په ډېر سخت ډول وژل سوې او جسد یې هم ټوټې ټوټې سوی دی.

د راپورونو له مخې، د پېښې له رامنځته کېدو وروسته د دې ښځې خاوند د پېښې له سیمې تښتېدلی دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x