د معمار خبري اژانس د راپور له مخي؛ په بغلان ولایت کې د طالبانو سيمهایزو مسؤلینو اعلان کړی چې په دې ولایت کې د سېلابونو د راوتلو له امله درې تنه مړه سوي او شاوخوا ۱۵ د استوګنې کورونه ویجاړ سوي دي.
په بغلان کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي چې دا پېښه د خنجان ولسوالۍ د باجګاه درې کې رامنځته سوې او قربانیانو د سېلاب له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په همدې حال کې راپورونه ښايي چې پرون هم د بادغیس ولایت په بالا مرغاب ولسوالۍ کې پنځه تنه، چې درې ماشومان او دوه ښځې پکښې شاملې وې، د سېلابونو له امله مړه سوي دي.
همدارنګه سرچینو خبر ورکړی چې په غور ولایت کې شاوخوا سل کورونه ویجاړ سوي او ویل سوي چې د فاریاب ولایت په پښتونکوټ ولسوالۍ کې هم سېلابونو زیانونه اړولي دي.




