د تخار ولایت سيمهایزې سرچینې وایي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ځواکونو د دې ولایت په مرکز تالقان ښار کې د ټولنیزو رسنیو دوه فعالان نیولي دي.
ددغو سرچینو په وینا، فریدالله فرزام، د «تخار پلس» پاڼې مسؤول، او سمیع رحماني، د «هزارباغ» پاڼې چلونکی، د ویډیويي خپرونو په شالید کې د موسیقۍ د خپرولو په تور نیول سوي دي.
سرچینې زیاتوي چې دغو دواړو تر دې وړاندې د رستاق ولسوالۍ د قوشخانې سیمې د نوروز مراسمو ویډیوګانې هم خپرې کړې وې.
د هغوی په وینا، یاد کسان اوس مهال د طالبانو د امنیې قوماندانۍ په جنايي توقیفخونه کې ساتل کېږي.
په همدې حال کې، د تخار یو شمېر اوسېدونکي وایي چې په وروستیو میاشتو کې د طالبانو د امر بالمعروف ځواکونو له لوري د خلکو پر ورځنیو چارو، په ځانګړي ډول د رسنیو پر فعالانو او د ټولنیزو رسنیو پر کاروونکو، فشارونه او څارنه زیاته سوې ده.




