سرچینې په بدخشان کې د طالبانو له لوري د یوې ښځینه ډاکټرې د وهلو خبر ورکوي.

د بدخشان په ولایتي روغتون کې سيمه‌ایزې سرچینې وایي چې د «مولوي بشیرالدین» په نوم د طالبانو یو غړی، چې د بدخشان د ښار اوسېدونکی دی، په دغه روغتون کې یوه ښځینه ډاکټرې ته سختې فزیکي ضربې ورکړي دي؛ داسې پېښه چې د سرچینو په وینا د ډاکټرې د بې‌هوشۍ سبب سوې ده.

د سرچینو د څرګندونو له مخې، دا پېښه هغه وخت رامنځته سوې چې دغه طالب غړي د خپلې لور د سرطان ناروغۍ له خبر وروسته هڅه کړې وه چې د هغې له خولې د اکسیجن وسيله لیرې کړي. سرچینې زیاتوي چې ښځینه ډاکټرې په هماغه شېبه کې د دې کار د مخنیوي هڅه کړې، چې له امله یې لفظي شخړه او وروسته فزیکي تاوتریخوالی رامنځته سوی دی.

د سرچینو په وینا، له دې پېښې وروسته متهم کس د طالبانو له کسانو سره په اړیکه کې ادعا کړې چې دې ډاکټرې د هغه ږیرې ته سپکاوی کړی دی. وروسته له دې چې ډاکټره بېرته په هوښ راغلي ، شاوخوا درې ساعته تر پوښتنو لاندې وساتل سوه او بیا د طالبانو د اړوندو کسانو له لوري د دین د سپکاوي په تور د سختې سزا، آن د اعدام، له ګواښ سره مخ سوي ده.

سرچینې همدارنګه وایي چې د روغتون مسوولینو د دې پېښې په غبرګون کې خپل رسمي شکایت په لیکلي ډول د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو ته وړاندې کړی، خو د دوی په وینا، هغوی د فشار او ګواښ له امله چوپتیا ته اړ ایستل سوي دي.

دا پېښه په داسې حال کې راپور کېږي چې په هېواد کې د روغتیايي کارکوونکو، په ځانګړي ډول ښځینه ډاکټرانو د امنیت په اړه اندېښنې لا هم دوام لري، او ځینې یې وایي چې په اوسني وضعیت کې د خپلو مسلکي دندو د ترسره کولو پر مهال له جدي ګواښونو، فشارونو او محدودیتونو سره مخ دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x