د بلخ ولایت د ځانګړو زدهکړو د مسلکي لېسې ړانده او کاڼه زدهکوونکي د تخصصي ښوونکو د کمښت او د دې ښوونځي د مدیریتي کمزورۍ څخه شکایت کوي.
د هغوی په وینا، موجود ښوونکي اړینه تخصصي پوهه نه لري او د ځانګړو تدریسي لارو لکه بریل لیک او د لاسونو ژبې سره کافي بلدتیا نه لري.
دغه زدهکوونکو همدارنګه ویلي دی چې د ښوونیز کال له پیل څخه څلور ورځې تېرې سوې دي، خو د دوی د درسونو ټولګي لا هم بې ښوونکي پاتې دي. د دې لېسې ښوونیز کال د حمل په ۲۹مه پیل سوی وو، او د ښوونځي مسوولینو د ځنډ لامل د ترانسپورتي وسایطو د قراردادونو بهیر بللی وو.
خو د زدهکوونکو په وینا، د ښوونځي ادارې بیا هماغه د تېر کال د ترانسپورت شرکت غوره کړی، هغه شرکت چې د دوی په وینا ځینې موټر چلوونکي یې له زدهکوونکو سره نامناسب چلند کوي.
په دې لیک کې د ړاندو او کاڼو زدهکوونکو لپاره د تخصصي ښوونکو نشتوالی—په ځانګړي ډول د انجونو لپاره—او همدارنګه د ځینو نارینه ښوونکو نامناسب چلند هم د نورو ستونزو په توګه یاد سوي دي.
زدهکوونکي همدارنګه وایي چې په بلخ کې د ناروې د کډوالو شورا د فعالیت له بندېدو وروسته ورکړل سوي ځانګړي تعلیمي وسایل، د ښوونکو د کارولو له طریقې سره د نابلدتیا له امله په عملي ډول بېکاره پاتې سوي دي.
د هغوی په وینا، ځینې موجود ښوونکي په بېارتباطه برخو لکه برېښنا او معادنو کې زدهکړې لري، او د ښوونځي مدیر او تدریسي مرستیال هم د بریل لیک او د لاسونو ژبې سره بلدتیا نه لري؛ هغه څه چې د زدهکړو ستونزې یی لا ډېرې کړې دي.
دغه زدهکوونکي د تخنیکي او مسلکي زدهکړو له ادارې غوښتنه کوي چې یو پلاوی بلخ ته واستوي څو د تدریسي وضعیت، د ښوونکو د تحصیلي اسنادو او د هغوی د چلند د څرنګوالي څېړنه وکړي. د هغوی په باور، د دې وضعیت دوام کولای سي د زدهکړې پر بهیر او د زدهکوونکو پر هیلو جدي منفي اغېزې وکړي.




