حامد کرزی د انجونو پر زده‌کړو او د ولس د ارادې پر بنسټ د حکومت په جوړېدو ټینګار وکړ

حامد کرزي، د افغانستان پخواني ولسمشر په یوه مرکه کې د څلورو لسیزو جګړو څخه د خلګو ستړيا او سخت اقتصادي وضعیت ته په اشارې ویلي چې افغانان تر هر څه زیات د ترهګریزو ډلو د ژر ایستلو، سولې او ثبات، د ښځو د حقونو تأمین او د ولس د ارادې پر بنسټ د یو نظام غوښتونکي دي.
حامد کرزی د انجونو پر زده‌کړو او د ولس د ارادې پر بنسټ د حکومت په جوړېدو ټینګار وکړ

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې، حامد کرزي ، د افغانستان پخواني ولسمشر ، د جرمني له «اشپیګل» مجلې سره په مرکه کې ویلي چې د اوږدو جګړو له امله خلک ستړي سوي او په پراخه کچه د طالبانو پر وړاندي د وسله‌وال مقاومت لپاره لېوالتیا شتون نه لري. هغه ټینګار وکړ چی افغانان تر هر څه زیات سوله، ثبات او د ولس د ارادې پر بنسټ نظام غواړي او نه غواړي چې هېواد بیا د ګډوډۍ لور ته ولاړ سي.

کرزي سخت اقتصادي وضعیت ته په اشارې سره ویلي چې ډېر خلک په بېوزلۍ کې ژوند کوي او جګړې ته لېوال نه دي، خو په عین حال کې د انجونو د زده‌کړو، د ښځو د حقونو د رعایت او د یو ولسي حکومت غوښتونکي دي. هغه د طالبانو د داخلي اختلافاتو په اړه وویل چې د هر حکومت په څېر په هغوی کې هم بېلابېل نظرونه شتون لري، خو د دې تمه نه سي کېدای چې دا ډله دې ژر له منځه ولاړه سي.

هغه زیاته کړه چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته که څه هم نسبي امنیت ښه سوی، خو افغانستان لا هم اقتصادي ودې، عامه هوساینې، سیاسي ګډون او یو باثباته حکومت ته اړتیا لري. د هغه په وینا، ښه راتلونکی هغه وخت ممکن دی چې طالبان او د ټولنې نور قشرونه له یو بل سره همکاري وکړي.

د بهرنيو مالي مرستو په اړه کرزي وویل چې د امریکا اونیزې مرستې مستقیم طالبانو ته نه ورکول کېږي، بلکې د افغانستان د اقتصاد د سقوط د مخنیوي لپاره دي. خو د هغه په وینا، دا مرستې د مرستندویو هېوادونو د نفوذ د ساتلو وسیله هم ګرځېدلی سي.

کرزي همدارنګه د پاکستان پر سیاستونو سختې نیوکې وکړې او ویې ویل چې دغه هېواد په تېرو څو لسیزو کې د افراطیت ملاتړ کړی او اوس د هغې له پایلو سره مخ دی. د هغه په وینا، پاکستان حق لري چې په خپله خاوره کې امنیت ټینګ کړي، خو باید افغانستان د خپلو ناامنیو مسؤل ونه ګڼي. هغه وویل چې د پاکستان وروستي هوايي بریدونه په افغانستان کې، چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې لامل سوي، یوه «ستر تېروتنه» وه.

هغه په دوام کې په افغانستان کې د احتمالي ترهګرو ډلو د شتون په اړه وویل چې د دې هېواد خلک له ترهګرۍ سخت زیانمن سوي او که داسې ډلې موجودې وي، باید ژر تر ژره له هېواد څخه وایستل سي. کرزي همدارنګه ټینګار وکړ چې پاکستان باید افغانستان د یو خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژني.

په دې خبري مرکه کې کرزي د چین د منځګړیتوب رول هم وستایه او هغه یې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه کولو یوه هڅه وبلله.

هغه همدارنګه وویل چې د طالبانو د جنګیالیو په منځ کې د انجونو د زده‌کړو پر وړاندي د عام مخالفت هېڅ ښکاره نښه نه سته، او حتی د دې ډلې ځینې ځوان غړي د خپلو لوڼو د زده‌کړو د دوام غوښتونکي دي. د کرزي په وینا، د افغانستان دیني عالمانو هم څو ځله د انجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو او د ښځو پر کار د لګېدلو محدودیتونو د لیرې کولو غوښتنه کړې ده.

کرزي ټینګار وکړ چې ښځې له زده‌کړو او کار څخه محرومول د افغانستان ټولنې ته جدي زیان رسوي او دا حقونه د ښځو له بنسټیزو حقونو څخه شمېرل کېږي. هغه وویل چې د خپلو هڅو سره سره، د هغه لوڼې هم د ډېرو افغان انجونو په څېر له شپږم ټولګي وروسته له حضوري زده‌کړو محرومې سوې دي؛ یوه یې اوس آنلاین زده‌کړې کوي او بله به ډېر ژر له زده‌کړو پاته سي.

هغه د ښځو د زده‌کړې او کار بندیز یوه پېچلې موضوع وبلله او ویې ویل چې دا محدودیتونه چې په پیل کې موقتي بلل سوي وو، اوس په اوږدمهاله بحران بدل سوي او د ځوان نسل لپاره نه جبرانېدونکي زیانونه لري. د هغه په وینا، د نړۍ ډېری اسلامي عالمان د ښځو د زده‌کړې او ګډون ملاتړ کوي او دا محدودیتونه یوازې افغانستان کمزوری کوي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x