د معمار خبري اژانس د راپور له مخې، په هلمند ولایت کې د ملکه ثریا نسایي او ولادي روغتون یو شمېر ښځینه کارکوونکو اعلان کړی چې د طالبانو ادارې د ښځو میاشتنی معاش له ۱۸ زره څخه ۷ زره افغانیو ته راکم کړی دي. دغه کارکوونکي وايي چې په تېرو درې میاشتو کې یې هېڅ معاش نه دی ترلاسه کړی.
د هغوی په وینا، د معاشونو ستونزه پخوانۍ هم ده؛ ځکه د اشرف غني د حکومت په وروستیو کلونو کې هم د اتو میاشتو معاشونه نه وو ورکړل سوي او له نږدې پنځو کلونو تېرېدو سره سره دا پاتې غوښتنې لا هم نه دي ادا سوي.
یادو کارکوونکو څو ځله د طالبانو اړوندو ادارو ته د خپلو پاتې معاشونو د ترلاسه کولو لپاره مراجعه کړې، خو تر اوسه هېڅ ځواب نه دی ورکړل سوی. په داسې حال کې چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته هم د دولتي کارکوونکو د معاشونو د منظم نه ورکولو ستونزه دوام لري.
طالبانو په عین حال کې د مالیاتو د راټولولو ساحه پراخه کړې او ویلي یې دي چې د حکومت بودجه له داخلي سرچینو، لکه د کانونو له استخراج، تمویلوي. خو راپورونه ښايي چې حتی ښوونکو هم په وروستیو میاشتو کې معاش نه دی ترلاسه کړی او د مالیې، معارف او نورو ادارو یو شمېر کارکوونکي هم د معاشونو د ځنډ له ستونزې شکایت کوي.
د طالبانو د بودجې څېړنه ښايي چې د عوایدو لویه برخه اداري او امنیتي لګښتونو ته ځانګړې سوې ده. امنیتي ادارې د بودجې مهمه برخه په خپل واک کې لري او د هېواد له عادي بودجې څخه تر نیمایي زیاته برخه همدې برخې ته ځانګړې سوې ده.
د راپور له مخې، د امنیتي ادارو له ۲.۸ میلیارده افغانیو بودجې څخه د لومړي وزیر د ساتنې، استخباراتو او د فرمانونو د پلي کولو د څار برخو ته د پام وړ پیسې ځانګړې سوې دي.
په مقابل کې، د روغتیا او د زدهکړې برخې د بودجې تر ټولو کمه برخه ترلاسه کړي؛ هغه څه چې په هېواد کې د عامه خدماتو د وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.




